دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 139466
جمعیت اسلامي د افغانستان د سیاسي واک د تر لاسه کولو په هڅه کې دی
د جمعیت اسلامي ګوند یو جګپوړی غړی احمدضیا مسعود وایي، د افغانستان د ثبات لپاره باید د جمعیت اسلامي رهبري منسجمه شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د بلخ والي عطا محمد نورنیوکو وښوده، چې د جمیعت مشرتابه غړي په یوه ستر کړکیچ کې لویدلي دي. د قومندان پناه د دوه ویشتم تلین په نمانځغونډه کې ټولې ویناوې پر همدې مسالې را څرخي؛ خو عبدالله نه پر عطا محمد نور ډک خوري او نه سیاسي خبرې کوي. دی د طالبانو پر تحرکاتو خبرې کوي او غواړي وپوښتي، چې د دې ستونزې ریښې چېرته دي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، مونږ تل په تېرو کې د طالبانو له بریدونو دفاع کړې؛ خو نن غواړم وپوښتم، چې ستونزه چېرته ده؟
د غوره حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود بیا وایي، چې د دې ستونزې د حل لپاره ښه حکومت داري په کار ده.
هغه زیاتوي؛ د افغانستان په جګړه کې بریالیتوب له دې سره تړلی، چې جهادي مشران منسجم شي.
نوموړی د ولسمشر او عطا محمد نور پر تفاهم هم کره کتنه کوي او وای، اوسنۍ جګړه د انګلیسي ژبې پر کلمو بریالیتوب ته نه رسیږي؛ لومړی باید راټول او متحد شو.
د نوموړي په وینا؛ دا ځل باید د جمعیت اسلامي تر چتر لاندې د افغانستان سیاسي واک تر لاسه کړو.
هغه په بشپړ ټینګار په ډاګه کړې، چې د څو څوکیو تر لاسه کول ستراتیژیک کار نه دی.
د ملي امنیت د لوی ریاست لومړی مرستیال ادیب فهیم هم د جهادي مشرانو تر منځ پر ناندریو نیوکه کوي او وایي، چې دا چاره به ټول مجاهدین نابود کړي.
د پروان پخوانی والي عبدالبصیر سالنگي وایي، خپله ښه تاوده روان یاست؛ نفاق او اختلاف مو لامل شوی، چې څو کسه مزدوران مونږ تر دې حاله راورسوي. زه له داکتر عبدالله مننه کوم، چې په دې اړه یې څه ونه ویل.
عطا محمد نور څه موده مخکې اجرائیه رییس په سیاسي تعاملاتو کې پر کمزورتیا تورن کړ او څو ورځې مخکې یې بیا په بې ساري توګه پر نوموړي توندې نیوکې وکړې.
نور اوس د ولسمشر د ملاتړو په کتار کې دریدلی؛ خو دا، چې جمیعت به له عبدالله سره وي که له عطا محمد نور سره، روښانه نه ده.
https://avapress.com/vdcepo8zpjh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته