دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 139446
په افغانستان کې د اوباما سیاست ناکام و، نوی حکومت نوې پالیسي جوړوي
د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمیتې رییس وایي، د افغانستان په تړاو د بارک اوباما سیاست ناکام و او نوی حکومت نوې پالیسي جوړوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمیتې رییس جان مک کین وایي، که څه هم اوس امریکا په افغانستان کې له بندون سره مخ ده؛ خو په وینا یې ولسمشر ژمنه کړې، چې پوځ به بیا ورغوي.
هغه وایي، دفاع وزیر جیمز متیس په افغانستان کې له نیمګړتیاوو خبر دی او په دې برخه کې به نوې پالسي تدوین کړي.
د نوموړي په وینا؛ زه باور لرم، چې دفاع وزیر متیس په افغانستان کې پر نیمګړتیاوو خبر دی. ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې، چې پوځ به بیا ورغوي. مونږ به د بریا لپاره یوه تګلاره تدوین کړو، د امریکا پخوانی ولسمشر ناکام شو. زه پوهیږم، چې مونږ په ټکني حالت کې یو؛ خو ولسمشر د پوځ د احیا ژمنه کړې، جنرال متیس په دې په واضح ډول پوهیږي.
نوموړی دغه راز ټینګار کوي، چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې باید ښه والی راشي هغه وایي، دواړه هېوادونه له ګډ دښمن سره مخ دي او باید رښتینې همکاري ولري.
وروستۍ پرېکړه به دا وي، چې دواړه خواوې سره نږدې شي؛ ځکه هغوی له ګډ دښمن سره مخ دي او مونږ به د دواړو لوریو د اړیکو په ښه والي کې هڅه وکړو.
مخکې له دې جان مک کین او لیندسي ګراهام واشنګتن پست ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې د جنرال جان نیکلسون له وړاندیز، چې نور زرګونه سرتېري یې غوښتي، ملاتړ کړی و او ویلي یې ول، چې د افغانستان په جګړه کې د بندون ماتولو لپاره د دغو سرتېرو استولو ته اړتیا ده.
https://avapress.com/vdcc0oqse2bq108.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته