دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 139445
ولسمشر له وزیرانو سره دوه ګونی چلند کوي
د مخابراتو پخوانی وزیر ولسمشر تورنوي، چې له وزیرانو سره دوه ګونی چلند کوي او په تېر یو نیم کال کې د ولسمشر په لیدلو نه یم بریالی شوی. حال دا، چې تر لاس لاندې مامورین یې په ساعتونو له ولسمشر سره ګوري.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، نږدې درې میاشتې کیږي، چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزیر دنده ځنډول شوې ده. پر هغه تور دی، چې په ګرځند(مبایل) کریدت کارتونو کې یې تر لاسه شوې پیسې حیف و میل کړي دي.
د مخابراتو تعلیق شوی وزیر عبدالرزاق وحیدي وایي، چې دنده یې د سیاسي انګیزو له امله تعلیق شوې ده.
نوموړی د خپلې دوسیې په اړه د حقیقت موندنې پلاوي څېړنې مغرضانه بولي او د مالیې وزیر پر فساد تورنوي.
هغه زیاتوي، چې لویه څارنوالۍ دې ژر د هغه د دوسیې د څېړنې پایله له خلکو سره شریکه کړي.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، چې د مخابراتي خدمتونو د فیس موضوع د غیر مالیاتي عوایدو تر سرایک لاندې د مخابراتو له وزارت سره تړاو لري، چې هره اداره د قانون له مخې خپل مسوولیت لري.
له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې رییس سید حسین فخري وایي، که څه هم د مخابراتو وزارت د کریدت کارتونو له برخې یې څیړنه نه ده کړې؛ خو د وزارت له نورو برخو ارزونه شوې ده.
د ولسمشرۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي دا نه مني، چې ولسمشر دې له وزیرانو سره دوه ګونی چلند ولري او دغه راز دا هم ردوي، چې ګواکې د وحیدي دنده د سیاسي انګیزې له مخې تعلیق شوې ده.
له کله، چې ولسمشر پر کریدت کارټونو مالیه لګولې؛ میلیاردونه افغانۍ عواید د حکومت ورغلي دي؛ خو نیوکې کیږي، چې د دې پیسو ستره برخه د جګپوړیو حکومتي چارواکو جیبونو ته تللې ده.
د مخابراتو او مالیې وزارتونه د دې پیسو په را ټولولو کې مکلف ګڼل کیږي؛ خو اوس هر وزارت غواړي د خپل بام واوره پر بل واچوي، اوس نه ده معلومه، چې په دې قضیه کې څوک غل او څوک مل دی.
https://avapress.com/vdcba9b8srhbfap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته