دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 139443
په لندن کې د افغانستان او پاکستان درې اړخیزې خبرې ګټورې وې
د ملي امنیت مشاوروایي، په لندن کې د افغانستان او پاکستان درې اړخیزې خبرې ګټورې وې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په لندن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سياسي خبرې، چې د برتانيا په کوربتوب تر سره شوي او د ملي امنیت شورا رییس حنیف اتمر د کابل او اسلام آباد د اندېښنو په راټیټولو کې له پرمختګه ډاډ ورکوي.
نوموړي په ډاګه کړې، چې په دې ناسته کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان سياسي وضيعت د ښه کیدو لپاره ګټورې خبرې او پرمختگونه رامنځته شوي؛ خو پرمختگونه، نه دي په گوته شوى.
په دې خبرو کې د افغانستان له لوري، د ملي امنيت سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر او په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفير حضرت عمر زاخېلوال، د پاکستان له لوري د هغه هېواد د لومړي وزير د بهرنۍ تگلارې سلاکار ښاغلي سرتاج عزيز او د انگليستان له لوري د هغه هېواد د لومړۍ وزيرې د ملي امنيت سلاکار ښاغلي مارک لیل گرینت ګډون درلود.
د افغانستان او پاکستان تر منځ اندېښنې له یوې میاشتې راپدیخوا د پولې د دروازو په تړل کیدو راپورته شوي دي.
اتمر څرګنده کړې، چې دا بحث به د وضعیت تر ښه کیدو وغزول شي.
https://avapress.com/vdcjxhevtuqetxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته