کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رئیس جمهور غنی د انجونو د زده کړی نوی کالی طرحه رد کړ

26 حوت 1395 ساعت 12:33


شاه حسین مرتضوی د رییس جمهور غنی ویاند معاون خپل فیسبوک په صفحه کی لیکلی دی چی رییس جمهور د انجونو د کالی یا یونیفورمونو طرحخه چی د معارف وزارت له خوا پیشنهاد سوی وو رد کړه. د آوا د خبرګزاری له مخی، مرتضوی لیکلی دی چی رییس جمهور دا طرحه د خلګو عنعناتو او فرهنګ سره متناسب ونه بلل او وویل چی هیڅ طرحه نه سی کیدلای د کورنیو د اقتصادی وضعیت په نظر کی نیولو پرته عملی سی. رییس جمهور غنی معارف وزارت ته امر کړی ترڅو پر نوی طرحه باندی د معلمینو، والدینو او شاګردانو په مشوری سره کار وکړی او په داسی ډول سره چی ملی کلتور او فرهنګ او هم اقتصادی شرایطو سره متناسب وی. د معارف وزارت پرون نوی مشخصات د دولتی مکتبونو د ښځینه شاګردانو لپاره اعلان کړ. انجونی په دولتی مکتبونو کی کلونه کیږی په تور کالی او سپین څادر کی مکتب ته راځی. د معارف وزارت د نوی طرحی په اساس قرار وو د انجونو کالی تر شپږم صنف پوری آبی او تر ځنګون پوری او شپږم صنف څخه پورته د شاګردانو کالی فولادی او د پښو تر قوزک پوری وی.


د مطلب کود: 139418

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139418/رئیس-جمهور-غنی-د-انجونو-زده-کړی-نوی-کالی-طرحه-رد-کړ

آوا
  https://www.avapress.com