کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کنړ د ترهګرو په منګولو کې؛ والي وايي ۱۵ ترهګرې ډلې فعالیت لري

25 حوت 1395 ساعت 12:18

د کنړ والي وحیدالله کلیمزي وویل چې د داعش او القاعدې ترهګرۍ ډلې په ګډون په دغه ولایت کې دم‎ګړۍ ۱۵ ترهګرۍ ډلې فعالیت کوي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د کنړ والي وحیدالله کلیمزي پرون سې‎شنبې(د کب په ۲۴ مه)وویل چې د داعش او القاعدې ترهګرۍ ډلې په ګډون په دغه ولایت کې دم‎ګړۍ ۱۵ ترهګرۍ ډلې فعالیت کوي.
ښاغلی کلیمزی په دغه ولایت کې د جګړې په موسم کې د داعش ډلې سمبالېدل ډېر د اندېښمنې وړ اعلان وي.
د کنړ والي وحیدالله کلیمزي وویل:«په ټوله کې په کنړ کې د داعش،القاعدې او لښګر طیبه په ګډون ۱۵ ترهګرۍ ډلې دي چې د حکومت پر ضد فعالیت لري.»
له بلخوا د کنړ یو شمېر اوسېدونکي له مرکزي حکومت څخه غواړي چې دغه ولایت د ترهګرو له منګولو وژغوري.
په هغه ښار کې چې ۱۵ ترهګرۍ ډلې د امنیت د له‎منځه وړلو لپاره یې په کمین کې ناستې دي ژوند ستونزمن دی.
یو څه چې د کنړ چارواکي یې اندېښمن کړي د داعېشیانو او القاعده ډلې په ګډون د نورو وسله والو ډلو سنبالېدل دي.
کله ناکله د اسد آباد پر ښار د طالبانو توغندويي بریدونه او ترورونه اندېښمنونکي دي.


د مطلب کود: 139376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139376/کنړ-د-ترهګرو-په-منګولو-کې-والي-وايي-۱۵-ترهګرې-ډلې-فعالیت-لري

آوا
  https://www.avapress.com