کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد کې د نا امنیو له امله کابو زر ښوونځي تړلي دي

25 حوت 1395 ساعت 11:55

په هېواد کې د نا امنیو له امله کابو زر ښوونځي د زده‎کوونکو پر مخ تړلي دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د پوهنې وزارت نن(چهارشنبې د کب۲۵مه) ویلي دي چې په هېواد کې د نا امنیو له امله کابو زر ښوونځي د زده‎کوونکو پر مخ تړلي دي.
د یاد وزارت ویاند، مجیب مهرداد څرګندوي چې اوس‎مهال ۱۷۴۸۲ ښوونځي په تول هېواد کې تړلي دي او له ډلې یې ۱۰۶ ښوونځي د زرګونو نجونو او هلکانو پر مخ تړلي دي.
ښاغلی مهرداد ټینګار کوي چې د پوهنې وزارت به په روان کال کې د هېواد په څو ولایتونو کې ۱۲ زره نمرې ښوونکو ته وویشي.
مخکې له دې ښوونځیو ته د ۱۱میلیونو زده‎کوونکو تګ د مخکیني نظام له لاسته‎راوړنو شمېرل کېده، خو د پوهنې وزارت وايي چې د دوی اوسنۍ شمېرې ښیې چې د هېواد په ۱۷ زره ښوونځیو کې کابو ۶ میلیونه زده‎کوونکي پر زده‎کړو بوخت دي.
د دې وزارت پخوانی مرستیال هم مني چې د زده‎کوونکو شمېر په اړه ورکړل شوې شمېرې سمې نه وې.
دی یې لامل فساد له امکاناتو ناسمه ګټه پورته کول بولي.


د مطلب کود: 139370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139370/هېواد-کې-د-نا-امنیو-له-امله-کابو-زر-ښوونځي-تړلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com