دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 139134
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهېواد دښمنانو يو ځل بيا په يو ستر جنايت لاس پورې کړ او دټولو اسلامي اوانساني موازينو پرخلاف يې دسردار محمدداوودخان په روغتون بريدوکړ او زموږ ديوشمير بيګناه هېوادوالو دشهادت اوټپي کيدو سبب شول.
انالله و انااليه راجعون
روغتون داسې ځاى دى چې پکې دناروغانو درملنه کيږي اوپه هيڅ دين او آيين کې په هغه بريد جايز نه دى . کاشکي دغه شان بريدونه داسلام دمقدس دين په نامه چې دناروغانو اوضعيفانو رعايتول يې يوه مهمه ديني وجيبه بولي نه ترسره کيده .
ددغه ملت مکار او قسم خوړلو دښمنانو ددغه شان عملونو په ترسره کولو سره ثابته کړه چې ددغه مسلمان او اتل ملت دبچيانو په وژلو کې له هيڅ راز ظلم او وحشت څخه ډډه نه کوي.
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا دغه عمل په کلکه غندي اودالله (ج) له دربار څخه شهيدانوته د فردوس جنت ، ټپيانو ته دسملاسي روغتيا اوپاتې کسانو او دوستانو ته يې دجميل صبر هيله کوي اوله مسوولو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې ددغه شان مرکزونو دښه امنيت دتامينولو په برخه کې زياته پاملرنه وکړي او ددغه شان جنايتونو سازمان ورکوونکي او عاملين تعقيب او دقانون منګولو ته يې وسپاري.
https://avapress.com/vdcgwy9qtak9wq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته