د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی عمر زاخیلوال د افغانستان سفیر په پاکستان کی د خپل فیسبوک په پاڼه کی لیکلی دی چی د پاکستان حکومت توافق کړی دی چی سبا او بل سبا ( ۱۷ او ۱۸ حوت ) د تورخم او سپین بولدک لاری د افغان مسافرینو پر مخ چی دی هیواد ته په پاسپورت او ویزی سره سفر کړی دی اوو د پاکستان په خاوره کی بند پاته دی، خلاص کړی.
هغه ویلی دی چی تراوسه د پاکستان حکومت سره د تورخم او سپین بولدک د لارو د خلاصولو په اړه مثبت نتیجی ته نه دی رسیدلی.
د افغانستان سفیر په اسلام آباد کی زموږ د هموطنو څخه چی په پاکستان کی ګیر پاته دی، غوښتۍ دی چی حتمآ راتلونکی دوو ورځو لپاره خپل هیواد ته وګرځی.
دا په داسی حال کی چی د افغانستان سفیر پرون ویلی وو چی که پاکستان دا دوه مرزه د راتلونکی دوو ورځو لپاره خلاص نه کړی، مجبوره دی چی پاته سوی مسافران په پاکستان کی د خاصو هوایی الوتنی له لاری افغانستان ته ولیږدوی.
د پاکستان جنوبی سند ایالت کی پر زیارت باندی د انتحاری برید په لړ کی، ددی هیواد اړیکه د افغانستان سره خراب سوی دی او د دوو اوونیو څخه ډیر کیږی چی د تورخم او سپین بولدک لاری د تللو او راتللو لپاره د پاکستان له لوری مسدود سوی دی.