لغمان ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کي د افغان امنیتی ځواکونو عملیاتو کې تر دا مهاله د ۹ قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
لغمان ولایت کي ۹ وسله والو طالبانو وژل شوی دي
15 حوت 1395 ساعت 9:34
لغمان ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کي د افغان امنیتی ځواکونو عملیاتو کې تر دا مهاله د ۹ قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، ددی ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک په دی اړه رسنیو ته وویل، چې دوه ورځ راهسی عملیات په الیشنګ ولسوالۍ کی دوام لري.
هغه وویل، په دی ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو له خوا د الماس ۳۹ په نوم پوځي عملیاتو کې د ۹ مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۸ کسانو وسله والو طالبان وژل شوي او ټپان شوی دي.
خو وسله والو په دی اړه څه ندی ویلی.
د مطلب کود: 138927