کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کی د چاودنی له امله یو کس ووژل سو او 16 تنه نور زخمی سوی دی

9 حوت 1395 ساعت 9:22

د فاریاب ولایتي چارواکي وايي چې پرون(یک‎شنبې د کب۸مه) دې ولایت کې د چاودنې له امله یوه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د فاریاب چارواکی وایی چې پېښه له غرمې مخکې د المارو په ولسوالۍ کې په یوه بوشکه کې د چاودېدونکو توکو ځای پرځای کولو له امله رامنځته شوې چې موخه یې د پولیسو رنجر موټر وه.
د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند، کریم یورش څرګندوي:«دا پېښه نن د المارو په ولسوالۍ کې شوې ده. د پېښې په اړه د پولیسو څېړنې پيل شوې دي او هڅې د عاملانو د نیولو په موخه روانې دي.»
په همدې حال کې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د یو شمېر ټپيانو حالت د اندېښنې وړ بولي.
د عامې روغتیا رئیس، عبدالمعروف سمر وايي:«د پېښې د ټپيانو حالت د اندېښې وړ دی او ډاکټران یې پر درملنې بوخت دي.»
دی زیاتوي، په دې پېښه کې یوه پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د بل پولیسو په ګډون ۱۶ تنه ټپيان دي.
ښاغلي سمر زیاته کړه چې په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 138663

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138663/فاریاب-کی-د-چاودنی-له-امله-یو-کس-ووژل-سو-او-16-تنه-نور-زخمی-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com