کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي بنسټونو په هلمند کې د عملیاتي مسوول قهرمان خبرې رد کړې

8 حوت 1395 ساعت 10:20

کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په هلمند ولایت کې د عملیاتي مسوول قهرمان خبرې رد کړې.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، په هلمند ولایت کې عملیاتي مسوول عبدالجبار قهرمان ویلي وه، چې لوړ پوړي سیمه ییز او مرکزي چارواکي د هلمند د جګړې په دوام کې ګټې لري.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ښاغلي قهرمان څخه وغوښتل، چې اسناد وړاندې کړي؛ خو نوموړی پر خپل دریځ ولاړ دی او وایي، چې سند ته اړتیا نشته، بلکې د دې چارواکو شتمني او زغروال موتر ښیي، چې د هلمند د جګړې د دوام له امله یې څومره ګټه کړې ده.
د عبدالجبار قهرمان اطلاعات ښیي، چې ځینې دولتي چارواکي په قراردادي پیسو، د سون توکو او د وسلو او مهماتو په پلور کې هم لاس لري او د سلګونه خیالي سرتېرو معاشونه هم د هغوی جیبونو ته ځي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، هره ستونزه باید له امنیتي بنسټونو سره یاده او اسناد وروړاندې شي، چې د حل لار یې ولټول شي که نه؛ نو د اصلاحاتو په وړاندې ستونزې پیدا کوي.
هلمند سختې جګړې تېرې کړي او باور دی، چې که د مافیا لاس لنډ شي، ښایي د جګړې شدت هم را کم شي.


د مطلب کود: 138620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138620/امنیتي-بنسټونو-په-هلمند-کې-د-عملیاتي-مسوول-قهرمان-خبرې-رد-کړې

آوا
  https://www.avapress.com