یوه امنیتي سرچینه وویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ۷ امنیتي ساتونکي چې د افغانستان د ملي جنبش د پخواني مرستیال احمد ایشچي پر جنسي ځورونې تورن وو،د څېړنې لپاره سترې محکمې ته حاضر شول.
د جنرال دوستم ۷ امنیتي ساتونکي د څېړنې لپاره محکمې ته حاضر شول
5 حوت 1395 ساعت 8:34
یوه امنیتي سرچینه وویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ۷ امنیتي ساتونکي چې د افغانستان د ملي جنبش د پخواني مرستیال احمد ایشچي پر جنسي ځورونې تورن وو،د څېړنې لپاره سترې محکمې ته حاضر شول.
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«د کورنیو چارو وزارت د دې پخلی کوي چې د هغو اوو ساتونکو څېړنې د سترې محکمې له خوا روانې دي چې په یوې پېښه کې په بدچلنۍ تورن وو.»
دا په داسې حال کې ده چې د سېشنبې په ورځ د جنرال دوستم د کور شاوخوا برخې د امنیتي ځواکونو له خوا کلابندې وې او دغه سیمې له معمولې کچې څخه د زیاتو امنیتي ځواکونو د حضور شاهدې وې.
خو ښاغلي دوستم د سېشنبې پر ماښام په یوې خبرې ناسته د خپل کور د کلابندي رد کړه او وې ویل چې نه پوهېږي چې امنیتي ځواکونه د څه لپاره د کابل په شیرپور سیمه کې حضور لري.
هغه همدارنګه وویل چې امنیتي ځواکونه د تره خېلو قوم او پولیسو ترمنځ د ستونزې له امله دغو برخو ته راغلي دي.
د مطلب کود: 138512