د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم کور پرون(سېشنبې د کب۳مه) د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا کلابند شو.
د جنرال دوستم کور د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې
4 حوت 1395 ساعت 8:51
د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم کور پرون(سېشنبې د کب۳مه) د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا کلابند شو.
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
د سېشنبې پر ګیهځ د جنرال دوستم کور ته ټولې غځېدلې لارې وتړل شوې او امنیتي ځواکونه د ولسمشر د لومړي مرستیال کور ته نېږدې په ټولو کوڅو کې ځای پر ځای شول.
یوه امنیتي سرچینه وايي، د جنرال دوستم کور ځکه د افغان ځواکونو لهخوا کلابند شوي چې جنرال دوستم کابل ته لا ډېر وسلهوال ځواکونه راوستي، ساتونکي یې څېړنې ته نه دي چمتو او جنرال دوستم په دې برخه کې همکاري نه ده کړي.
د ولسمشر لومړی مرستیال له درېیو میاشتو وروسته د دوشنبې له غرمې وروسته په سختو امنیتي تدابیرو او له ډېرو ساتونکو سره د خپل کاري دفتر ته ولاړ.
خو د سه شنبې په سهار ډېرو پوځیانو د جنرال دوستم کور کلابند کړ.
د کلابندۍ کړۍ له نوي ښار څخه تر قلعه فتح الله، شیرپور او وزیراکبر خان پورې ده.
یوه حکومتي سرچینه وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال کور په درېیو لاملونو کلابند شوی دی، لومړی پلازمېني ته د لازیاتو وسله والو راوستل، دویم لويې څارنوالۍ ته د ځواب ویلو لپاره له نهو ساتونکو څخه چې له احمدي ایشچي سره په ناوړه چلند تورن وو د هغه د ۷ ساتونکو نه حاضرېدل او درېیم د احمدایشچي د دوسیې د څېړلو په کار کې د ولسمشر د لومړي مرستیال نه همکاري د امنیتي ځواکونو لخوا د ښاغلي دوستم د کور د کلابند کولو لاملونه دي.
په ډېریو واټونو د افغان پوځیانو شتون کابل ښاریان چې له دې پېښې خبر نه دي وېرېدلي او همداراز د خلکو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.
یو ناروغ کس چې له ګردیز څخه کابل ته راغلی او وايي نوی له جراحي عملیات څخه خلاص شوی او مجبور دی د واټونو د تړل کېدو له امله د ښار له دې برخې پلی ولاړ شي.
هغه وویل:«ناروغ یم عملیات مې کړی دی اوس د روغتون په لور روان یم موټر ته مې اجازه نه ورکوي ځکه چې لارې تړلې دي پلی ځم.»
له بلخوا احمدایشچي د ښاغلي دوستم د کور د کلابندۍ هرکلی کوي او د جنرال دوستم د ساتونکو د بې له ځنډه نیول کېدو او همداراز د ولسمشر د لومړي مرستیال د کار د ځنډولو غوښتونکی دی.
د افغانستان د ملي غورځنګ پخوانی مرستیال احمد ایشچي په دې اړه وویل:«د دولت د صبر کاسه نسکوره شوې او اوس غواړي چې د قوه په استعمال سره تورن ونیسي.»
لویې څارنوالۍ پر جنرال دوستم او د هغه پر ساتونکو د احمد ایشچي د تورونو د څېړلو پر مهال دغو تورونو ته د ځواب ویلو او دغې ادارې ته د حاضرېدو له امله ښاغلي دوستم ته څو لیکونه ولېږل خو د ولسمشر لومړي مرستیال دغو لیکونو ته پام ونهکړ او لویې څارنوالۍ هم د نوموړي د ساتونکو د نیولو حکم صادر کړ.
د جنرال دوستم د ۷ ساتونکو د حکم له صادرېدو د څو اوونیو په تېرېدو تراوسه دوی د پلټنو لپاره نه دي حاضر شوي.
دا دویم ځل دی چې جنرال دوستم په خپل کور کې د امنیتي ځواکونولخوا کلابند کېږي له دې مخکې د ۱۳۸۶ کال په سلواغې میاشت کې ښاغلی دوستم د اکبربای د وهلو ټکولو په تور د هغه کور د لسو ساعتونو لپاره کلابند شوی و.
د مطلب کود: 138475