کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خیبرپښتونخوا په چارسده ې کي بریدشول

4 حوت 1395 ساعت 8:45

د خيبر پښتونخوا په چارسده کې وسله والو يوې محکمې ته د ننوتوهڅه کوله چې پوليسو يې مخه ونيوله او هغوى ورباندې د لاسي بمونو حملې وکړې، چی په نتيجه کې ۱۹ تنومرګ ژوبله اوښتي ده.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، دغه برید نن سهار له شاو خوا ۹:۰۰ بجی دچارسده کې د یوې محکمې مخې ته شوي دي.
د چارسېدې د پولیسو مشرسهېل خالد په دي اړه رسنیو ته وویل، دوه ځانمرګوغوښتل، چې محکمې ته د ننه شي او بریدونه وکړي، خو د محکمې د ساتونکو له خوا پرې ډزې شوې دی.
سرچنیو ویلی، هغوی د محکمې پر لويه دروازه بمي حملې وکړې، خو پوليسو ترمحاصرې وروسته يو په ډزو و واژه او دوو نورو په ځان پسې چاودېدونکي مواد وچاودل او و وژل شول.
نوموړی ویلی، د ساتونکو د ډزو په ترڅ کې ۲ ځانمرګي وژل شوي او د لاسي بم په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ تنو نور ټپیان شوي.


د مطلب کود: 138474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138474/د-خیبرپښتونخوا-په-چارسده-ې-کي-بریدشول

آوا
  https://www.avapress.com