کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې غمجنو کسانو د پولیسو دوه رنجر موتر وسوځول

3 حوت 1395 ساعت 9:34

نن سهار یوشمېر غمجنو کسانو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې د کابل پوهنتون په اړوند سیمه کې د پولیسو دوه رنجر موتر سوځولي دي.


د آوا د خبر له مخی: غمجنو کسانو، چې د پولیسو رنجر موتر یې سوځولي په ډاګه کړې؛ دا کار یې، ځکه تر سره کړی، چې د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو د دوی یو ټپي خپلوان، چې روغتون ته په لاره وو، پر ډزو وواژه.
د دوی په وینا؛ کله، چې له امنیتي پوستې څخه په بیړه تېریدو، نو د پولیسو د دریدو غږ مو وانه وریده او پولیسو پرې ډزې وکړې.
د دوی د وینا له مخې؛ د پولیسو پر ډزو د دوی له خوا روغتون ته لیږدونکی ټپي مړشوی دی.
پولیسو ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.


د مطلب کود: 138423

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138423/په-کابل-کې-غمجنو-کسانو-د-پولیسو-دوه-رنجر-موتر-وسوځول

آوا
  https://www.avapress.com