د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دې هېواد پولیس د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې کابو ۲۰۰ کسان چې ډېر شمېر یې افغانان دي په پنجاب ایالت کې نیولي دي.
پاکستان کې د لسګونو افغانانو نیول کېدل
2 حوت 1395 ساعت 8:53
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دې هېواد پولیس د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې کابو ۲۰۰ کسان چې ډېر شمېر یې افغانان دي په پنجاب ایالت کې نیولي دي.
د آوا د خبر له مخی: د پاکسنان هېواد امنیتي چارواکو ډان ورځپانې ته ویلي دي چې د شکمنو کسانو نیول کېدو په موخه د دوی عملیات کابو پنځه ورځې کېږي چې دوام لري. په همدې حال کې پاکستاني چارواکو د حیبر اجنسۍ اوسېدونکو غوښتي چې په سیمه کې یې پوځي عملیات ترسره کېږي او دوی باید امنو سیمو ته ولاړ شي. ویل کېږي چې دا عمليات د پاکستان په سند ایالت کې په یوه زیارت کې د چاودنې څخه وروسته ترسره کېږي. په دې برید کې ۷۰ کسان ووژل شول. ویل شوي چې په دې برید کې کابو ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د برید مسوؤلیت د داعش ډلې پر غاړه واخیست.
د مطلب کود: 138363