کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ لویه لاری تړل کید د مسافرینو پرمخ

1 حوت 1395 ساعت 8:50

د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال رجب وایي چې په سویلي سالنګ کې د واورو او طوفانونو د دوام له امله دا لویه لار د تګ و راتګ پرمخ وتړل شوه.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د سالنګ لویه لاره نن(شنبې د سلواغې۳۰مه) یوځل بیا د مسافرینو تګ راتګ په موخه تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال رجب وایي چې په سویلي سالنګ کې د واورو او طوفانونو د دوام له امله دا لویه لار د تګ و راتګ پرمخ وتړل شوه.
نوموړی له ټولو مسافرینو څخه غواړي چې د حالت تر ښه کېدو پورې له دې لارې څخه تګ و راتګ ونکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ورښتونو له امله په سالنګونو کې خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي.
د سالنګ د لویې لارې خرابوالي پر دغې لارې تګ راتګ ډیر ستونزمن کړی دی. یو شمېر موټر چلونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره ډیری هیوادوال د سالنګ په لویه لار د مرګ له خطر سره مخامخ دي.


د مطلب کود: 138309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138309/د-سالنګ-لویه-لاری-تړل-کید-مسافرینو-پرمخ

آوا
  https://www.avapress.com