د ماليي وزارت مسوولین وايي، د فرانسې هېواد له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه.
فرانسې له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه
27 دلو 1395 ساعت 5:38
د ماليي وزارت مسوولین وايي، د فرانسې هېواد له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې،
په کابل کې د فرانسې د سفیر او د مالېې وزارت ترمنځ د ۶۱،۵ میلیون بلاعوضه مرستې تړون لاسلیک شو.
د ماليې وزیر وايي، چې دغه مرسته به د کابل او کاپیسا په اقتصادي، کرنې، انرژۍ، روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.
د مالېې وزیر اکلیل حکیمي وایي، له دغو پیسو به ۲۰،۵ مییلو ن د انرژۍ، ۲۵،۴ میلیون د کرنې، ۹،۷ میلیو ن د روغتیا او پاتي ۴ میلیو ن د پو هني په برخه کې ولګول شي.
نوموړی زیاتوي؛ هڅه به وشي، چې په سیمه ییزه کچه اقتصادي بنسټو نه هم پیاوړي شي.
د یادوني وړده، چې فرانسي له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۶ کالو نو پورې ۲۳۲ میلیون یورو له افغانستان سره مرسته کړې ده.
د مطلب کود: 138149