د هلمند ولایت چارواکی، ددی ولایت مرکز لښکرګاه ښارکې د کلیو او پراختیا ریاست له لورې ښاریانو ته د څښاک لپاره د پاکو اوبو رسولو ذخیرې جوړولو کار پیل شو.
لښکرګاه ښارکې د څښاک د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړولو کار پیل شو
23 دلو 1395 ساعت 15:25
د هلمند ولایت چارواکی، ددی ولایت مرکز لښکرګاه ښارکې د کلیو او پراختیا ریاست له لورې ښاریانو ته د څښاک لپاره د پاکو اوبو رسولو ذخیرې جوړولو کار پیل شو.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتي دفترنه خبرشوی خبر پانه کی راغلی، ددې پروژې د کار پرانیسته پرون د هلمند ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات او یوشمیر نورو مسولینو له لورې ترسره شوه.
سرچنیو زیاتیوی، څښاک لپاره د پاکو اوبو رسولو یاده پروژه د یونیسف په مالي لګښت ترسره کیږي، چې د پنځه څلویښت زره لیتره اوبو د ذخیرې ظرفیت لري او پنځلس سوه کسان به ورڅخه استفاده کوي.
خبرپانه کي راغلی، د پروژې لګښت څه کم دوه میلیونه افغانۍ کیږي، چې د تطبیق چارې یې د بست انکشافي شورا ترسره کوي او د شپږو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
سرچینو زیاته کړه، د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات د پروژې د کار پرانیستې پرمهال د څښاک د پاکو اوبو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او خوښي یې وښوده، چې ددې پروژې په بشپړیدو به لښکرګاه ښاریان بیړنیو حالاتو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي ولري.
خبرپانه کی راغلی، ښاغلي حیات ټینګار وکړ، چې قراردادي شرکت دې ددې رغنیزې پروژې چارې په معیاري ډول د قرارداد مطابق ترسره کړي.
د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر کی راغلی، د هلمند د کلیو او پراختیا رییس محمد عمر قانع هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د جوړیدو له کار څخه به یې وخت په وخت څارنه وشي.
سرچنیو وای، نوموړي وویل، چې ددې پروژې بشپړیدو سره د لښکرګاه ښار سلګونه اوسیدونکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو زمینه برابریږي.
د مطلب کود: 138007