کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرپرست وزیرسادات:

د کریدیت کارتونو د مالیې راټولولو منظم سیستم نه دی جوړ شوی

19 دلو 1395 ساعت 9:48

له هغې وروسته، چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر دنده وځڼدول شوه، چارواکي په دغه وزارت کې د اداري فساد په اړه بېلا بېلې څرګندونې کوي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي،چې تر اوسه کریدیت کارتونو د مالیې راټولولو منظم سیستم نه دی جوړ شوی.
د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت سرپرست سید احمد شاه سادات مني،چې له دغه درکه په راټولو شویو پیسو کې شفافیت نشته.
سید احمد شا سادات،چې د دغه وزارت سرپرست ټاکل شوی وايي؛ په کریدیت کارتونو لګول شوې لس په سلو کې مالیه په شفافه توګه نده راټوله شوې.
ولسمشر غني یو کال او څلور میاشتې مخکې پرکریدیت کارتونو لس فیصده مالیه وټاکله؛خو دغه مالیه په شفاف ډول نه ده راټوله شوې.
د افغانستان د شفافیت بنسټ رییس سید اکرام افضلي ويلي،چې له پیله پردغه بهیر ډاډمن نه و.
د نوموړي په وینا؛لومړی باید سیتسم رامنځته شوی وای او بیا پرکریدیت کارتونو مالیه لګول شوې وای.
مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی په دغه قضیه کې ځان سپین ګڼي او وايي،چې د کریدیت کارتونو د مالیې راټولول د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت دنده ده.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتويلي؛په ټول هېواد کې دوه ویشت میلیون سیم کارتونه وېشل شوي،چې اووه لس میلیون یېفعال دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛په تېر یو کال او څلور میاشتو کې پېنځه اعشاریه شپږ میلیارد افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مخابراتو وزیر عبدالرزاق وحیدي تېره ورځ په بشپړ ټینګار ویلي وه؛ هیڅ داسې سند نه شته، چې په مخابراتو وزارت کې فساد ثابت کړي او د مخابراتي مالیاتو پیسې بې ځایه لګیدلې وي. په داسې حال کې، چې د ده په وینا، د لګښت کارتونو او شرکتونو مالیات د مالیې وزارت راټولوي.


د مطلب کود: 137779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137779/د-کریدیت-کارتونو-مالیې-راټولولو-منظم-سیستم-نه-دی-جوړ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com