کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه ولګول

17 دلو 1395 ساعت 11:03

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالنډ ټرمپ پر ایران نوي بندیزونو ولیګول د دې هېواد دفاع وزیر هم له دې بندیزونو دفاع کوي او وايي چې ایران باید د غبرګون‎پاروونکو کړنو بیه ورکړي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د امریکا متحده ایالاتونو په دې وروستیو کې د ایران لخوا د نویو راکټونو آزمویلو په غبرګون کې پر دې هېواد بندیزونه لګولي وو.
دا بندیزونو پر ۱۳ کسانو او ۱۲ بنسټونو لګول شوي دي، ۸ تنه کسان او ۵ بنسټونه د ایران دولت پورې تړاو لري.
امریکا وايي چې دا بندیزونه پر ایران په سیمه او منځني ختیځ کې د نیابتي جګړو او نویو وسلو د ازموینو په غبرګون کې دي.
د سپيڼې ماڼی ویاند، شان اسپایسر په دې اړه ویلي:«موږ د دې اوونۍ په لومړیو کې اعلان وکړ چې باید لومړني ګامونه پورته کړو د ایران پر وړاندې، نن امریکا ۲۵ بنسټونه او کسان چې له سپاه پاسدارانو څخه ملاتړ کوي تور لیست کې شامل کړل.»
د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر هم د یوې ناستې په ترڅ کې ایران په نړۍ کې د ترهګرو لوی ملاتړ وباله، خو وايي چې په منځني ختیځ کې به د امریکا سریتري زیات نشي.
د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمس مټیس څرګندوي:«له هغه ځایه چې ایران د ترهګرو لوی ملاتړی دی، باید چې ایران پوه شي نړۍ یې متوجه ده موږ له نورو هېوادونو سره دنده لرو چې د نړۍ او سیمې امنیت ته پام وکړو.»
خو ایران د راکټونو پر ازمایښت ټينګار کوي، ایران د امریکا بندیزونو په غبرګون کې پوځي تمرینات کړي.


د مطلب کود: 137674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137674/ټرمپ-پر-ایران-نوي-بندیزونه-ولګول

آوا
  https://www.avapress.com