کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو د پکتیکا د ملکي روغتون ملا امام له میرمنې سره وژلی

16 دلو 1395 ساعت 8:48

د پکتيکا ولايت د ښرنې د ملکي رغتون د جومات ملا امام له خپلې مېرمنې سره يوځای د نامعلومو وسله والو له لوري پخپل کور کې وژل شوي دي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسيدونکی سيد نور، وويل، چې دغه ملا امام د ښرنې په ملکي رغتون کې د امامت دنده پرمخ وړله ، چې تيره شپه ناوخته په خپل کورکې د نامعلومو وسلوالو له لوري له خپلې ميرمنې سره يو ځای وژل شوی دی.
هغه زياته کړه : ياد ملا له چا سره شخصې بد او ستونزه نه درلوده، يوازې يې د ښرنې د جامع جومات د امامت دنده په غاړه لرله، چې تيره شپه کور ته په رخصتی تللی و، د شپې په نهه نیمو بجو یې وسله وال کور ته ورغلي وو او هغوی یې وژلي دي.
د يوسف خيل ولسوالۍ يوه بل اوسيدونکی چې نه غواړي نوم يې په ډاګه شي پژواک وويل، چې ياد ملا دری کاله وړاندې د سولې له پروسې سره يوځای شوی و او نوريې هيڅ دنده نه درلوده يوازې د ښرنې د ملکي رغتون امامت يې کاوه د مشخيلو په کلی کې وژل شوی دی.
د پکتيکا ولايت دامنیه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالروف مسعود وويل، چې تيره شپه نا معلومو وسلوالو ديوسف خيل ولسوالۍ يوتن ديني عالم له خپلې ميرمنې سره يوځای په خپل کورکې په ډزو سره وژلی اومړي يې د ښرنې ملکي رغتون راوړل شوی دی.
هغه زياته کړه، چې پوليس سيمي ته په وخت رسيدلی او په دې اړه يې پلټني پيل کړي چې ډير ژر به يې عاملين دقانون منګلوته وسپاري.


د مطلب کود: 137610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137610/وسله-والو-د-پکتیکا-ملکي-روغتون-ملا-امام-له-میرمنې-سره-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com