کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د غالیو صنعت د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی

16 دلو 1395 ساعت 8:06

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، په هېواد کې د غالیو صنعت د نابودۍ له ګواښ سره مخ دی.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي، په کورد ننه د غالیو صنعتکاران له ګڼو ستونزوسره مخ دي؛ خو حکومت يي د ستونزو د حل لپآره هیڅ پام ندی کړی. د سوداګرۍ او صنایعو خوني ویاند وايي په روان کال کې د غالیو په تو لید او صادارتو کې لس سلنه لږوالي راغلی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې و یاند صیام پسرلی وایي، د غالیو صنعتکارانو ته د سوداګرۍ اوزارت پاملرنه ونکړه؛ خو ایران او پاکستان وراته ځانګړي امکانات برابر کړل. دا لامل شو، چې په افغانستان کې د غالیو د تولید او صادراتو کچه راټیټه شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین د سوداګرۍ خونې دغه ادعا ردوي او وايي، چې د تیر کال په پرتله مو په صادارتو کې ۲۸ سلنه ډېروالۍ راغلي، چې غالۍ یې هم یوه برخه ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي په ټوله کې مو په تولیداتو کې ډېروالی راغلی؛ نو مونږ هیله لرو، چې د روان کال تر وروستیو به مو دغالیو صادارت هم لوړ شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، دولت او حکومت دغالیو د صنعت د پراختیا او ملاتړ لپاره کار ندی کړی؛ نو، څکه مو تولیدات د ملي هویت د نابودۍله ګواښ سره مخ دي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، د سوداګرۍ وزارت او دولت دغه صنعت ته هیڅ کار ندی کړی؛ پلان او ستراتیژي نشته، نو، څکه يي حالت له ستونزو سره مخ دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، د کورنیو غالیو د پراختیا لپاره باید هم د هېواد په کچه ملاتړ او د نورو هېوادونو پر وارداتو باید تعرفه لوړه شي، چې د کورنیو غالیو د پراختیا او پلور لامل شي.


د مطلب کود: 137607

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137607/په-هېواد-کې-د-غالیو-صنعت-ورکیدو-له-ګواښ-سره-مخ-دی

آوا
  https://www.avapress.com