کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جنرال دوستم ساتونکو د نیونې امر صادر شو

6 دلو 1395 ساعت 0:27

لويې څارنوالۍ د احمد ایشچي د جنسي زورونې په پېښه کې د جنرال دوستم د ساتونکو ښکیلتیا له امله د هغه د ۹ ساتونکو د نیونې امر صادر کړی دی.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : لويې څارنوالۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال، جنرال دوستم د ۹ تنو ساتونکو د نیونې امر صادر شو.

دا امر د احمد ایشچي د جنسي زورونې په پېښه کې د جنرال دوستم د ساتونکو ښکیلتیا له امله صادر شوی دی.

د دوی د نېونې حکم په داسې حال کې صادرېږي چې لويې څارنوالۍ درې ځپله احضارلیک لیږلۍ او د جنرال دوستم او په دې پېښه کې د ښکیلیو کسانو له خوا په پام کې نه دی نیول شوی.

د هېواد د قوانیو له مخې، له عدلي قضايي بنسټونو سره نه همکاري باید د جنرال دوستم دنده وځنډول شي او کورني بند کې پاتې شي.


د مطلب کود: 137163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137163/د-جنرال-دوستم-ساتونکو-نیونې-امر-صادر-شو

آوا
  https://www.avapress.com