کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کتابچه‎یي پېژندپاڼو په اړه د حکومت پریکړه له جدي غبرګونونو سره

5 دلو 1395 ساعت 9:29

په داسې حال کې چې افغانان د برښنايي تذکرو په تمه وو دولتي چارواکي وایي ډېر ژر به د کتابچه‎یې تذکرو د ویش کار پيل شي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : حکومت پرېکړه کړې ده تر څو په هېواد کې پېژندپاڼې د کتابچې په توګه وویشل، خو دا پرېکړه له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

په داسې حال کې چې افغانان د برښنايي تذکرو په تمه وو دولتي چارواکي وایي ډېر ژر به د کتابچه‎یې تذکرو د ویش کار پيل شي. په همدې حال کې پر ټاکنو د څار بنسټونه وایي دغه کار به د راتلونکو ټاکنو پر روڼوالي بده اغېزه ولري.

د افغانستان ټاکنو څار بنسټ غړی، حبیب‎الله شینواری وايي:«د پیسو دا لګښت بې‎ځایه دی! او راتلونکو ټاکنو ته هم یو لوی زیان دی چې خلک به ناهیلي کړي، ځکه د الکترونکي پېژندپاڼو ویش د ټاکنو لپاره ډېر مهم دی.»

د الکترونیکي تذکرو د ویش د برخلیک د څرګندیدو په درشل کې، اوس حکومت غواړي چې کاغذي تذکرې په کتابچه ېې تذکرو بدلې کړي.

د اجرائیه رئیس ویاند، مجیب رحیمي څرګندوي:«د کتابچه‎يي پېژندپاڼو د ویشل په اړه ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته وړاندیز راغلی او دا د برېښنايي پېژندپاڼو له ویش سره کومه اړیکه نلري.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«یوازې مو ووغوښتل چې د تذکرو شکل بدل کړو تر څو جنایت کار یې جعلي جوړ نکړی شي.»

د حکومت لخوا د لسکونو ژمنو ترڅنګ، د الکترونیکي تذکرو ویش هم د ملي یوالي حکومت له مهمو ژمنو څخه وو، خو اوس چې د حکومت له عمره دوه کاله تیریږي لیدل کیږي چې ډیری دا ژمنې نه دي عملي شوي.


د مطلب کود: 137109

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137109/د-کتابچه-یي-پېژندپاڼو-په-اړه-حکومت-پریکړه-له-جدي-غبرګونونو-سره

آوا
  https://www.avapress.com