کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکمتیار زرګونه پلويان د دولت په ملاتړ جګړې ته تيار دي

4 دلو 1395 ساعت 11:30

حزب اسلامي وايي، زرګونه پلویان یې له افغان حکومت سره یو ځای د ترهګرۍ په خلاف مبارزې ته تیار دي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :د حزب اسلامي استازی محمد کریم امین وايي که د دغه ګوند پروګرامونه عملي شي، په یوه کال کې به د تاوتریخوالي کچه پنځوس په سلو کې راکمه شي.

نوموړی وايي چې د امنیت د ټینګښت له پاره یې حکومت ته تازه وړاندیز کړی دی او غواړي چې د سیمه يیز نفوذ له مخې د امنیت په ټینګښت کې ونډه واخلي. ښاغلی امین وايي چې همدا اوس یې زرګونه پلویان تیار دي چې د حکومت په خوا کې د ترهګرو خلاف مبارزې ته دوام ورکړي.

له ګلبدین حکمتیار سره د سولې د تړون له لاسلیک وروسته هیلې داسې وې چې ناامنۍ به راکمې شي، خو د هیلو خلاف جګړې شدت وموند. اوس د حزب اسلامي استازی محمد کریم امین وویل چې د دغه ګوند زرګونه پلویان تیار دي چې د سخت دریځو او ترهګرو په خلاف د حکومت په خوا کې ودرېږي. هغه وايي چې همدا اوس په وردګو، لوګر او لغمان ولایتونو کې د خپلو وسله والو پلویانو په تثبیت کار کوي.

د حزب اسلامي د خبرو اترو د ډلې مشر محمد کریم امین وايي: ” د سولې د هوکړه ليک يوه ماده د نظامي فعاليتونو له منځه وړل وو چې د ګډ کميسيون په چوکاټ کې به د حزب اسلامي له نظامي ځواک کار واخيستل شي چې اوس په عملي توګه په وردګو، لوګر او لغمان ولايتونو کې يې په عملي توګه شمېرنه پيل شوې چې شمېر يې لسګونو زره ته رسېږي.”

امین زیاتوي که حکومت د دوی طرحه عملي کړي، په ولایتونو کې به پنځوس په سلو کې تاوتریخوالی راکم شي.

کريم امين زیاتوي: “حزب اسلامي د وضعيت د ښه والي له پاره مشخصه او اغېزلرونکې طرحه لري چې دا طرحه حکومت ته سپارل شوې ده، نو که حکومت يې په عملي کولو سره له حزب اسلامي سره همکاري وکړي، نو پنځوس په سلو کې به تاوتريخوالي کم شي او ويلای شو چې د هېواد په نيمايي ولايتونو کې وضعيت بدل شي، دا کار به ځکه بریالی وي چې زموږ ډله په ولايتونو کې ډېر لوی نفوذ لري.”

د ګلبدین حکمیتار د حزب اسلامي دغه استازی وايي چې دوی په جګړه تاکید نه کوي او دا چې په سیمو کې نفوذ لري او د سولې د خبرو له لارې غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.


د مطلب کود: 137067

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137067/د-حکمتیار-زرګونه-پلويان-دولت-په-ملاتړ-جګړې-ته-تيار-دي

آوا
  https://www.avapress.com