د بدخشان ولایتي شورا وایي چې د دغو ولسوالیو لارې د څو ورځو راپه هیسې تړل شوي دي او له امله یې د لیري پرتو سمیو اوسیدونکو ستونزې راولاړې کړې دي.
واورو له مرکز سره د بدخشان ۹ ولسوالیو لاري تړلې دي
29 جدی 1395 ساعت 8:51
د بدخشان ولایتي شورا وایي چې د دغو ولسوالیو لارې د څو ورځو راپه هیسې تړل شوي دي او له امله یې د لیري پرتو سمیو اوسیدونکو ستونزې راولاړې کړې دي.
د آوا د خبر له مخی : د بدخشان ولایت دنهو سرحدی ولسوالیو لاری د دې ولایت له مرکز فیض اباد سره د واورو وریدوله امله تړل شوی دي. د بدخشان ولایتي شورا وایي چې د دغو ولسوالیو لارې د څو ورځو راپه هیسې تړل شوي دي او له امله یې د لیري پرتو سمیو اوسیدونکو ستونزې راولاړې کړې دي. د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال، ضیاءالدین وثیق وايي:"تل د دولت نه پام له امله دا لاره تړل کېږي او که دولت پام ونه کړي نو ناورین به رامنځته شي." په همدې حال کې د یاد ولایت د مدني ټولنې فعال، سیدعمر باهر زیاتوي:"اوس د نهو ولسوالیو لارې تړلې دي او دولت یې نشي پرانیستی. او تل د بدخشان خلک د واورو له امله د خوړو له کموالي سره مخامخ وي." د بدخشان ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې تر اوسه ۲۳ ځایه واوره راښویدلې، خو ځاني زیان یې نه درلود. له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس، همایون دهقان څرګندوي:"دا یوه معموله خبره ده چې هر کال لاره تړل کېږي. او سږ کال ۲۳ ځایه واورې ښویدلې دي خو ځاني زیان یې نه درلود." په همدې حال کې د بدخشان مرستیالوالي، ګلمحمد بېدار د کليومېشتو د ستونزو د هوارۍ له هڅو خبر ورکوي. ښاغلی بېدار وايي:"موږ په ولسوالیو کې د بېړنیو مرستو په موخه زیرمې لرو." بدخشان د هېواد په شمالي کې غرنی ولایت دی چې د ژمي په موسم کې د سختو اورښتونو کوربه وي، خو اوسېدونکي کې یې د اورښتونو له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان وي. اخوا د بدخشان ولایت ځایې چارواکي وایي چې دوی هڅه کوي تر څو دغې ستونزی هواری کړي.
د مطلب کود: 136775