دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 136488
په کابل او کندهار کې د ځانمرګو بریدونو په اړه نړیوال غبرګونونه
د امریکا متحده ایالات د بهرنیو چارو وزارت په کابل او کندهار کې د بریدونو له غندلو سره ټینګار کوي چې پاکستان باید د ترهګرو د امنو پټنځایونو د له منځه وړلو اقدام وکړي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : د نړۍ ځينو هېوادونو په کابل او کندهار کې وروستي بریدونه وغندل او له ترهګرۍ سره پر نړیوالې مبارزې ټینګار یې وکړ.

د مګروملتو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا بریدونه غیرانساني عمل بولي.

د ملګري ملتونونو سازمان:« د ډیپلوماتیکو پلاویو په ګډون پر ملکي خلکو ړانده بریدنه له بشري حقونو او نړیوالو انساني حقونو سرغړونه ده او هغه نه توجیه کېدونکي دي.»

امریکا

د امریکا متحده ایالات د بهرنیو چارو وزارت په کابل او کندهار کې د بریدونو له غندلو سره ټینګار کوي چې پاکستان باید د ترهګرو د امنو پټنځایونو د له منځه وړلو اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر په دې اړه وویل:« د افغانستان، پاکستان او هند امنیت سره تړاو لري، که چېرې دا هېوادونه د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې همکاري وکړي د سیمې په ګټه به وي.»

ایران

ایران هم په کابل او کندهار کې د وروستیو بریدونو په غندلو سره د دغې پېښې له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره همدردي څرګنده کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په دې اړه ویلي:« د دې وخت رارسېدلی چې د سیمې د دولتونو او ولسونو په وحدت او یووالي او کلک هوډ سره د ترور ناوړه څېره او د تاوتریخوالي سیوری د تل لپاره له سیمې او نړۍ څخه لیرې شي.»

پاکستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم له افغانستان سره د دغه هېواد د حکومت او خلکو تسلیت او همدردۍ ښودلې ده.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: « پاکستان ترهګري چې په هر ډول وي غندي او ددې ښکارندې د له منځه وړلو په موخه د هڅو لپاره پر خپلو ژمنو او همکاریو پر دوام ټینګار کوي.»

پاکستان په داسې حال کې په کابل او کندهار کې د سه شنبې د ورځې د بریدونو غندنه کوي چې امریکا دا مني چې ترهګر په پاکستان کې د امنو پټنځایونو په لرلو په افغانستان کې بریدونه کولای شي.

د قطر، بحرین، عمان، اروپايي ټولنې او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا په ګډون یو شمېر هېوادونه او نړیوال سازمانونه د دغو بریدونو غندنه کوي.

دا هېوادونه وايي چې ترهګر په دغه راز بریدونو سره غواړي د افغانستان امنیت او ثبات ګډوډ کړي خو دوی به د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
https://avapress.com/vdcfcvdycw6dmja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته