دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 136483
ولسمشر به د ځواب وینې لپاره ولسي جرګې ته را وبلل شي
دوی دغو پېښو په غصه کړي او وايي چې د اساسي قانون پر بنسټ یې د ولسي جرګې د غړو د لاسلیکونو را ټولول پیل کړي او د ولسي جرګې د ډېریو غړو له هوکړې وروسته به ولسمشر ولسي جرګې ته ور وبلل شي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې په غونډه کې په هېواد کې او په ځانګړې توګه په کابل کې د سه شنبه ورځې د خونړیو پېښو په اړه ولسي جرګې ته د ولسمشر د ور بللو غوښتونکي شول.

دوی دغو پېښو په غصه کړي او وايي چې د اساسي قانون پر بنسټ یې د ولسي جرګې د غړو د لاسلیکونو را ټولول پیل کړي او د ولسي جرګې د ډېریو غړو له هوکړې وروسته به ولسمشر ولسي جرګې ته ور وبلل شي.

د ولسي جرګې غړي وايي چې د اساسي قانون د ۶۹ مادې له مخې ولسمشر باید ولسي جرګې ته په دې اړه د ځواب ویلو لپاره وروبلل شي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري په اړه وویل:«هغه پاڼې چې باید لاسلیک شي ایښي مو دي!که‎چېرې ریښتیا وایوو نو ولې لاسلیک کوو نه‎؟داسې ښکاري چې موږ ریښتیا نه‎وایوو ما وکیل خلکو ته ریښتیا نه بلکې دروغ ویلي.»

د ولسي جرګې بل غړي رمضان بشردوست هم زیاته کړه:«تاسو د ودانیزو چارو یو انجینر د ملي امنیت عمومي رییس ګمارلی،له هغه څخه څه تمه لرئ؟تاسو یو نالوستی کس چې په پوځي چارو کې یوه ورځ تجربه نه‎لري په کورنیو چارو کې د وزیر په توګه ګمارلی! تاسو د دفاع وزیر چې په رڼا ورځ ویدې وي او هېڅ تخصص نه‎لري او د هر رژيم په دسترخوان هم شریک وه،د ملي دفاع وزیر ټاکلی دی.»

استخباراتي کمزورتیا

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي دغه برید د پوښتنې وړ او د امنیتي بنسټونو د کمزورتیا لامل بولي . د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي وايي:«د ملي امنیت مرستیال وايي چې زموږ ۳۵ سلنه اطلاعات ناکام دي ولې باید داسې وي؟»

د ولسي جرګې استازی سخي مشواڼي په دې اړه څرګنده کړه:«ستاسو استخبارات په قومونو وېشل شوي!هر څوک چې خیانت وکړي،د قومي اړیکو له مخکې یې ملاتړ کېږي.»

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبدالقادر ځاځي هم زیاته کړه:«کله چې امنیتي کمرې ووینئ،سپین کرولا ډوله موټر له پېښې څخه ۱۰ دقیقې وروسته چاودنه کوي!د امنیتي ځواکونو بې پروايي ووینئ.» د دې پېښې له څه د پاسه ۵۰ وژل شویو څخه ۳۶ تنه یې د ولسي جرګې کارکونکي او ۱۱ نور د مشرانو جرګې کارکوونکي دي.

د ولسي جرګې غړي خبرداری ورکوي که‎چېرې حکومت دا پېښې په جدي توګه ونه څېړي او د ترهګرو بریدونو د مخنیوي لپاره په تېره بیا په ښارونو کې ځانګړي تدابیر په پام کې ونه نیسي ښايي دغه راز خونړۍ پېښې بیا هم تکرار شي.
https://avapress.com/vdcaain6e49ney1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته