کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزی بانک ۱۸ میلیونه دالره د داوطلبی له لاری لیلاموی

6 جدی 1395 ساعت 8:25

د افغانستان مرکزی بانک؛ اتلس میلیونه دالره د داوطلبی له لاری لیلاموی.


د آوا د خبرګزاری له مخی، د افغانستان بانک د اتلی میلیونو دالرو په مبلغ راتلونکی ورځ د جاری کال د جدی په ۶ په لیلام ډول په خرڅ رسوی.

د افغانستان مرکزی بانک د یو اعلامیی په اساس د ټولو صرافانو چی واجد شرایط وی او تجارتی بانکونو څخه چی مخکی د یو میلیون او پنځه زره افغانی په مبلغ پیسی یی د تضمین په ډول د افغانستان بانک د عمومی عملیات بازار او زونو مرکزو کی تحویل کړی وی ځینی دعوت کیږی چی په دی داوطلبی کی شرکت وکړی.

دا نهاد اعلام کړ: د لیلام بریالی کیدونکی مکلفیت لری چی حسابونه یی د ورځی تر ختم پوری تسویه کړی.

ددی اطلاعیی په اساس، هغه صرافان چی تراوسه یی یو میلیون او پنځه زره افغانی د تضمین په ډول نه یی تحویل کړی، کولای سی یو ورځ مخکی تر داوطلبی پیسی تحویل او په بل لیلامونو کی اشتراک وکړی.

مرکزی بانک ټینګار وکړ: د معاملاتو قسمی تسویه مجازنه سی کیدلای او د لیلام بریالیان د هغوی د ذمت پیسی قیمت یو ځل په نقدی ډول په معین وخت کی بانک ته تحویل کړی.

همدارنګه مزایده کوونکی نه سی کولای د دری په سلو کی اضافه د اعلان سوی مبلغ مجموعی څخه غوښتنه وکړی.


د مطلب کود: 135791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135791/مرکزی-بانک-۱۸-میلیونه-دالره-د-داوطلبی-له-لاری-لیلاموی

آوا
  https://www.avapress.com