کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ جوړولو ته روسیې لېوالتیا

24 قوس 1395 ساعت 20:51

روسیه لېواله ده چې د اورګاډو پټلیو په جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي، دا لیوالتیا په آقینې آتا مراد لارې تر جوړېدو وروسته راپورته شوې دي.


د آوا آژانس له مخی : د ټولګټو وزارت ویاند وايي چې له روسیې څخه افغانستان ته د اورګارډي د پټلۍ د جوړولو لپاره له روسي چارواکي سره خبرې اترې دوام لري او هڅه کېږي چې اوسپنې د دغې پټلۍ او همدارنګه په هېواد کې د اروګاډي د پټلیو په جوړلېدو کې د روسیې فني مرستې جذب کړي.
د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د آتامرادـآقینې د اوسپنې پټلۍ له پرانیستو وروسته روسیه دې ته لېواله شوې ده چې له دغه هېواد څخه په نېغه توګه د افغانستان پولې ته د اورګاډي یوه پټلۍ جوړه کړي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند صیام پسرلۍ وايي:«له نېکه مرغه له روسیې سره زموږ سوداګیزې اړیکې ډېرې ښې دي او ورځ په ورځ ښې کېږي.موږ روسیې ته ښه صادرات لرو او روسیې هم د افغانستان صادراتو ته ځانګړې مالیاتي معافیت په پام کې نیول دی.»
د اقتصادي چارو کارپوه محمد مزاري سلطان زاده هم وايي:«د اوسپنې پټلۍ جوړېدل دواړو هېوادونو ته ښې او اغېزمنې پایلې به ولري.په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره چې کولای شي د اړتیا وړ ټوکي له لږ لګښت سره په لږ وخت کې وارد کړي.»
په تېرو دوه کلونو کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخیتا او د اورګاډي د پټلۍ جوړېدو د سوداګرو په وړاندې یې ډېر ټاکنې رامنځته کړې دي.د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وايي چې دغه کار د دې لامل شوی دی چې له پاکستان سره د سوداګرۍ کچه د پام وړ کموالی ومومي.


د مطلب کود: 135317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135317/په-افغانستان-کې-د-اورګاډي-پټلۍ-جوړولو-ته-روسیې-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.com