دکندزامنیتی چارواکی وایي، چي نن ورځ ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوی دي. دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د یاد ولایت پولیسو په خبرپانه خپره شوې کي را غلی دي. چې څلورتنه طالبان وسلهوال د خپل یوه قومندان په ګډون هغه مهال وژل شوي دي چې د ماین پر جوړولو بوخت وو. سرچینو وایي، دغه وژل شوي طالب قومندان د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په ترهګریزو کړنو کې لاس درلود. خو تر اوسه وسله وال طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.