کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې ۱۴ وسلوال وژل شوي او یو طالب قومندان ژوندی نیول شوی

13 عقرب 1395 ساعت 19:37


دهلمند چارواکی وای، د یاد ولایت په بیلا بیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې یو طالب قومندان ژوندی نیول شوی او څوارلس نور مخالفین وژل شوي دي. دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د هلمند والي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي، د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د «قهرمیوند» عملیاتو په ترڅ کې اوښتي او د وسلوالو یوه اندازه وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي. سرچنیو زیاتیو، د نهرسراج ولسوالۍ په «کمپرک» سیمه کې د امنیتي ځواکونو کمین برید کې د طالب قومندان «حاجي نصرت» په شمول ۷ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او یو سراچه موټر یې ویجاړ شوی دی. په خبرپانه کې راغلی دي، په همدې حال کې «سورګودر» سیمه کې هوايي برید کې درې تنه وسلوال مخالفین وژل شوي، درې کلاشینکوفونه، یوه مخابره او یو موټر یې لمنځه وړل شوي دي.


د مطلب کود: 133160

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133160/هلمند-کې-۱۴-وسلوال-وژل-شوي-او-یو-طالب-قومندان-ژوندی-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com