کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند ولایت کي ۸۸ تنوطالبان وژل شوي دي

25 میزان 1395 ساعت 19:32


چارواکي: دهلمند ولایت کي ۸۸ تنوطالبان وژل شوي دي د هلمند مرکز او ولسوالیو کې عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو هوايي او توپچي بریدونو کې ۸۸ د دولت وسلوال مخالفین وژل شوي دي. په هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او چارواکي ویلی دي، ګڼ طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغان غږ(آوآ) آژانس د خبر له مخې دغه جګړه د مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې او په ناوې ولسوالۍ کې روانه ده. د هلمند ولایت مقام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د درېیو قومندانو په ګډون یې د دولت ۸۶ مخالفین وژلي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې یاد کسان د نهر سراج، نادعلي او ناوه کې وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو په نهر سراج کې په خپل وروستي برید کې ۱۲ وسله وال وژلي دي. خپره پانه زیاتیو. په عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي ځواک هم همکاري کړې ده، چې په ترڅ کې د طالبانو شپږ موټرې هم ویجاړې شوي دي. په خپر پانه کي راغلي دي، دا معلومات د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات نن خبریالانو ته د یوه خبري کنفرانس پر مهال ورکړل او وویل، چې امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي. ښاغلي حیات وویلی دي، چې امنیتي ځواکونو خپل عملیاتي تکتیک ته بدلون ورکړی، چې په ډیرو سیمو کې یې مخالفین سخت ځپلي دي. خومخالفین تراوسه په دي اړه څه نه دي ويلي


د مطلب کود: 132155

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132155/په-هلمند-ولایت-کي-۸۸-تنوطالبان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com