کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دننګرهارولایت کې ۲۴ مخالفین وژل شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 19 میزان 1395 ساعت 11:46

په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي دي


چارواکي ویلی دي، په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي دي
دافغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې. د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې نن ورځ راغلي دي، چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې پر داعش هوايي بریدونه کړي.
سرچینی زیاتوي، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د برید پر مهال ۱۵ داعشیان وژل شوي دي.
خبرپانه زیاتیوي، چې د اچین ولسوالۍ به باڼډر سیمه کې هم د داعش یو سراچه موټر د بهرنیو ځواکونو د برید ښکار شوی.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دې برید کې ۹ داعشیان وژل شوي.
خو تر اوسه مخالفین په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 131833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131833/دننګرهارولایت-کې-۲۴-مخالفین-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com