کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دهلمند ناوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو قومندان د ۴۵ نورو وسلوالو مخالفینو سره ووژل شول

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 13 میزان 1395 ساعت 12:21

د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتې په ترڅ کې دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم قومندان د خپلو ۴۵ وسلوالو سره وژل شوی دی.


دهلمند ناوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو قومندان د ۴۵ نورو وسلوالو مخالفینو سره ووژل شول
چارواکي وايي، د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتې په ترڅ کې دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم قومندان د خپلو ۴۵ وسلوالو سره وژل شوی دی.
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخي. د هلمند له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه طالب وسلوالو نن سهار ۵ بجې ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول.
خبرپانه زیاتوي، د امنیتي ځواکونو مخامخ نښتې او عملیاتو په ترڅ کې، چې د هوايي ځواک ملتیا هم ورسره وه ۴۵ وسلوال مخالفین وژل شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي. په وژل شویو مخالفینو کې د طالبانو د سرې قطعې یوشمیر وسلوال او ناوې ولسوالۍ لپاره د مخالفینو تش په نوم قومندان « مولوي شیرمحمد» چې مشهور په فهیم دی هم شامل دی.
سرچنوی واي. دغه راز امنیتي او دفاعي ځواکونو ناوې ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي برید ګر وژلي او یوشمیر مخالفین یې ټپیان کړي هم دي.
په خبر پانه کي راغلي دي، دا مهال د ناوې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو لاس کې دي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه لیږل شوي دي.
خبرپانه زیاتوي، چې د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو سره په دې نښتو کې د ناوې ولسوالۍ قومندان « سمونوال احمد شاه خان سالم» د دوو سرتیرو سره په شهادت رسیدلی او ۹ نور دولتي سرتیري ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 131551

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131551/دهلمند-ناوې-ولسوالۍ-لپاره-د-طالبانو-قومندان-۴۵-نورو-وسلوالو-مخالفینو-سره-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com