کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلال اباد ښار کې ښځینه فعالانو د ښار پاکونې کمپاین تر سره کړ

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 9 جوزا 1395 ساعت 13:04

په جلال اباد ښار کې د ( کور ښځينه ادبي بهیر) یو شمېر غړو د ښار پاکوني کمپاین تر سره کړ.


په جلال اباد ښار کې د ( کور ښځينه ادبي بهیر) یو شمېر غړو د ښار پاکوني کمپاین تر سره کړ.
د يادې ټولنې مشرې مقدسې احمدزۍ وویل غواړي ښاريانو ته وښيي چې ښار پاک وساتل شي او مېرمنې په دې مبارزه کې ونډه لري.
مقدسې يادونه وکړه: ((نن زموږ ټولې نږدې ۳۰ غړې د ښار په واټونو کې دا کمپاين ترسره کوي، په دې کار سره غواړو چې ښاريانو ته پيغام ورکړو، څو ښار پاک وساتي.))
نوموړې پر ښاروالۍ غږ وکړ چې د ښار د پاکوالي لپاره منظم پلان جوړ او ښاريان په کې راشريک کړي.
احمدزۍ زياته کړه، څو ورځې مخکې يې د ښار په درېيمه ناحيه کې هم ياد کمپاين ترسره کړ او تر دې وروسته غواړي دا لړۍ وغځوي.
تر دې څو اوونۍ مخکې د ننګرهار ښاروالۍ او ولايت مقام د ښار د پاکوالي کمپاين پيل کړی وو او څو ورځې يې دوام درلود.    
 


د مطلب کود: 126912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126912/په-جلال-اباد-ښار-کې-ښځینه-فعالانو-د-پاکونې-کمپاین-تر-سره-کړ

آوا
  https://www.avapress.com