کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې دې د امریکايي سرتېرو کره شمېره معلومه شي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 9 جوزا 1395 ساعت 12:59

د امریکا د سنا، پوځي خدمتونو کمیټې، بارک اوباما نه د یوه لیک په ترڅ کې غوښتي چې ژر تر ژره دې افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر په اړه پریکړه وکړي.


د امریکا د سنا، پوځي خدمتونو کمیټې، بارک اوباما نه د یوه لیک په ترڅ کې غوښتي چې ژر تر ژره دې افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر په اړه پریکړه وکړي.

د امریکا د سنا، د پوځي خدمتونو کمیټې غړي وايي د اوباما پریکړه افغانستان کې د امریکا د متحدینو لپاره اړینه ده.

په افغانستان کې دامریکايي ځواکونودشمېردساتنې په برخه کې له بارک اوباما څخه دامریکادسنامجلس غوښتنه.

دامریکادسنامجلس پوځي کمیټې له بارک اوباماغوښتي څوافغانستان کې دامریکايي ځواکونودکره شمېرې په اړه خپله پریکړه ډیرژراعلام کړي.

خوله دې وړاندې ددغې کمیټې لوړپوړي غړي لیندزي ګراهام ویلي چې افغانستان کې دپنځه زراوپنځه سوه امریکايي سرتیروساتل به عاقلانه پریکړه نه وي.

هغه بې نظمي چې عراق کې رامنځ ته شوه ،بایدافغانستان کې ونشي، عراق کې هم دسپینې ماڼۍ چارواکوله دغه هیوادڅخه دټولوامریکايي سرتېرودوتلوپریکړه وکړه،چې موږ یې ناوړه پایلې ولېدې اواوس دغه خلک له افغانستان څخه دټولوامریکایي سرتیرودوتلوغوښتنه کوي، خوغواړوچې بایدله دغه هیوادڅخه دامریکايي سرتیرودوتلوپریکړه دافغانستان دامنیتي اوضاع له مخې وشي.

ددې سربیره ، بریټانیااعلام کړی چې افغانستان کې دناامنیودزیاتوالي سربیره لندن افغانستان ته دډیروسرتیروداستولوهوډلري.

افغانستان ته دبریټانوي سرتیروداستولوپریکړه ،دطالبانواونوروترهګروډلو دبریدونو او تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته شوې اوددغوسرتېروشمیرسلوتنوته رسیږي .

ویل کیږي چې دبریټانیالومړي وزیرډیویډکامرون به دوارساپه غونډه کې تردوه زراوولسم کال پورې دڅلورسوه پنځوسو بریټانوي سرتیروماموریت تمدیدکړي.



د مطلب کود: 126910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126910/افغانستان-کې-دې-د-امریکايي-سرتېرو-کره-شمېره-معلومه-شي

آوا
  https://www.avapress.com