کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوباما: ملا اختر محمد منصور مو په پاکستان کې له منځه یو وړ

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 3 جوزا 1395 ساعت 16:45

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما تایید کړه، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. هغه د منصور وژل کیده په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لار کې یو مهم ګام بللی دی. د امریکا ولسمشر د ویتنام د سفر پر مهال په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هیواد به یې د هغو سختدریځو پر وړاندې ګامونه پورته کړي، چې پر دوی بریدونه کوي.

وروسته له هغې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ خبر خپور شو، ملا منصور د ٢٠١٥میلادي کال په جولاى مياشت کې د دې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو.
بارک اوباما نن دوشنبې په يوه اعلاميه کې وویل: (( مونږ د طالبانو د ډلې دغه مشر چې په القاعده پورې د تړلو ډلو غوندې يې پر امريکايانو او ائتلافي قواوو حملې پلانولې او د افغانانو پرضد يې جګړه پرمخ بېوله، له منځه يووړ.)) تردې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت لوی ریاست هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوى دى.
مونږ د طالبانو د ډلې دغه مشر چې په القاعده پورې د تړلو ډلو غوندې يې پر امريکايانو او ائتلافي قواوو حملې پلانولې او د افغانانو پرضد يې جګړه پرمخ بېوله، له منځه يووړ.
خو په همدې حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې حملې انتقاد کړى او د پاکستان د حاکميت له حق څخه يې سرغړونه بللې ده. دغه وزارت وايي امريکا تر دې حملې مخکې له اسلام اباد سره معلومات نه وو شريک کړي. وروسته له هغې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ خبر خپور شو، ملا منصور د ٢٠١٥میلادي کال په جولاى مياشت کې د دې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو.

د مطلب کود: 126668

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126668/اوباما-ملا-اختر-محمد-منصور-مو-په-پاکستان-کې-له-منځه-یو-وړ

آوا
  https://www.avapress.com