کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) هرات , 25 ثور 1395 ساعت 12:18

امنیتي ځواکونو په هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، تر دا مهاله د یاد ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې څو تنه طالب وسله وال وژل شوي او ګنې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکي شوي.


امنیتي ځواکونو په هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، تر دا مهاله د یاد ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې څو تنه طالب وسله وال وژل شوي او ګنې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکي شوي.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وروستې شوې ده، خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې مخکی ولاړ شي.

طالبانو په بڼونو او کښتونو کې سنګرونه نیولي دي،امنیتي ځواکونه يې له سختو سره مخ کړي دي، خو په دغه جګړو کې سمیز پولیس مخکې دي، ځکه چې د طالبانو څخه کومه ویره نه لري.

د هلمند د پولیسو امنیه قوماندان وايي، خنجر عملیات ۱۳ بریاوو سره په بشپړ ‌ډول مخکې ځي همدا راز ټينګار کوي چې هڅه کوي چې کورپه کور د ترهګرو پاکولو په موخه تلاشي پیل کړې ده.

نوموړی ټينګار کوي چې نور به طالبانو ته اجازه ورنکړي چې د دغې ولسوالۍ خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

د هلمند ولایت مسولین وايي، چې وروسته د نهرسراج ولسوالۍ د طالبانو له شتون پاکولو وروسته به د یاد ولایت باباجي،مارجه او ناد علي ولسوالیو کې به هم د طالبانو ځپلو په موخه به چاڼيز عملیات پیل شي.

هلمند دافغانستان له نا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې د جګړې اور پکې بلیږي او تیرو ۱۵ کلونو کې د جګړې شاهد دی.

 


د مطلب کود: 126269

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126269/د-هلمند-په-نهرسراج-ولسوالۍ-کې-چاڼیز-عملیات-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com