کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو په ګرشک او نادعلي ولسواليو کې ۱۷ پولیس وژلي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) هرات , 22 ثور 1395 ساعت 13:35


وسله والو طالبانو د هلمند په دوو ولسواليو کې ١٧ پوليس وژلي دي او یو شمیر وسلې او مهمات يې ترې له ځان سره وړي دي.
د هلمند يوې حکومتي سرچينې ویلي، چې ‍وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په بلوچانو سيمه کې د پوليسو پر دوو پوستو بريدونه کړي دي. د هغه په وينا، په دغو پوستو کې ١٥پوليس وه، چې ټول وژل شوي او وسلې يې هم طالبانو له ځانه سره وړې دي.
دغه سرچینه وايي طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې هم د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی او دوه پوليس يې وژلي دي. سرچينه وايي چې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د حالاتو د کنټرول په موخه سيمې ته ورغلى دى.
هلمند کې بیلابیلو چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې خو د دغه ولايت د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشير احمد شاکر له رسنیو سره په خبرو کې منلې، طالبانو په ګرشک او نادعلي ولسواليو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه ویلي چې په دغو بريدونو کې ګڼ شمېر پوليس وژل شوي خو دی یې د کره شمېر په اړه معلومات نه لري   


د مطلب کود: 126162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126162/وسله-والو-په-ګرشک-او-نادعلي-ولسواليو-کې-۱۷-پولیس-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com