کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کنړ خلکو د اباسين د وژونکو د محاکمې غوښتنه وکړه

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 15 ثور 1395 ساعت 15:04

کنړ کې يو شمېر ځوانانو د شهيد اباسين وژنه په کلکه وغندله او د ملي يووالي له حکومت يې وغوښتل چې د نوموړي وژونکي دې ژر تر ژره علني محاکمه کړي.


کنړ کې يو شمېر ځوانانو د شهيد اباسين وژنه په کلکه وغندله او د ملي يووالي له حکومت يې وغوښتل چې د نوموړي وژونکي دې ژر تر ژره علني محاکمه کړي.

دا خلک چې د يو غبرګون په ډول راټول شوي وو، غوښتنه يې کوله چې دولت دې خپلې ژمنې عملي کړي.

دوی وايي، د تنکي اباسين وژنه د ټول هېواد د بچيانو وژنه ده، بايد وژونکي يې په سخته سزا ورسيږي.

د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د تنکي اباسين پر وژنه خلکو غبرګونونه ښودلي او له دولت يې ټينګه غوښتنه کړې چې د هغه وژونکي دې ژر تر ژره محاکمه شي.



د مطلب کود: 125885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125885/د-کنړ-خلکو-اباسين-وژونکو-محاکمې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com