کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل: دوسلوالو په برید کښي دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 15 ثور 1395 ساعت 14:41

دزابل ولایت دامنیې قومندان مل پاسوال میرویس خان نورزي خبرو کښي وویل، چي یاده نښته تېره شپه د یولسو بجو په شا وخواکښي رامنځ ته سوه.


محبوب حکیمي ــ دزابل ولایت دامنیې قومندانۍ امنیتي چارواکي خبر ورکوي چي دزابل دشاجوی ولسوالی په خارجوی سیمه کښي تېره شپه وسلوالو طالبانو دافغان ځواکونو پر امنیتي پوستې برید وکړ .
برید په جګړه واوښتی اوجګړې څلور ساعته دوام وکړ چي په ترځ کښي یې درې ملي پولیس او پنځه وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
دزابل ولایت دامنیې قومندان مل پاسوال میرویس خان نورزي خبرو کښي وویل، چي یاده نښته تېره شپه د یولسو بجو په شا وخواکښي رامنځ ته سوه.
نوموړي وویل چې په نښته کښي درې تنه وسلوال ووژل سول او دوه نور ژوبل سول.
دده په خبره چي په دې نښته کښي دوسلوالو ترڅنګ دوه ملي بولیس هم ووژل او یوتن ژوبل سو، د نورزي په خبره چي ژوبل سوي ملي پولیس اوس دزابل په ولایتي روغتون کښي ده او د ډاکترانو په خبره چي حالت یې داندېښنې وړندی.
نورزي وویل چي وسلوالو غوښتل چي دخارجوی ولسوالی امیني پوستو ته سقوط ورکړي خو په خپل پلان کښي ناکام راغلل.
نوموړي دا هم وویل چي اوس اړوند سیمه دافغان ځواکونو تر پوره کانټرول لاندي ده.
بلخوا بېا طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په رالېږل سوي ټلیفوني پیغام کښي ویلي چي پوسته یې په بشپړه توګه لمنځه وړې ده او پکښي ټول ملي پولیس یې وژلي دي.


د مطلب کود: 125878

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125878/زابل-دوسلوالو-په-برید-کښي-دواړو-لورو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com