کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان: د ۱۶۰ زرو ماشومانو واکسینول پيل شول

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 31 حمل 1395 ساعت 12:59

په لغمان کې له پینځه کالو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ( فلج ) د واکسین د تطبیق په موخه درې ورځنی کمپاین د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو پیل شو.


په لغمان کې له پینځه کالو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ( فلج ) د واکسین د تطبیق په موخه درې ورځنی کمپاین د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو پیل شو.
د لغمان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد اصف وایي د دغه درې ورځني کمپاین په ترڅ کې به په ټول لغمان کې یو سل او نهه پنځوس زره، اووه سوه اووه اویا ( ۱۵۹۷۷۷) تنه له پینځو کالو کم عمره ماشومان واکسین شي.
لغمان والي نعیمي د عامې روغتیا ریاست کار کوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپل ټول امکانات په کار واچوي او په دقیقه توګه د دغې پروسې مدیریت وکړي.
نعیمي زیاته کړه چې دا پروسه ورته ډېر اهمیت او ارزښت لري او له مدیریت څخه به یې خپله نظارت وکړي.
لغمان والي په دیني عالمانو، قومي مخورو، ولایتي شورا او قومي شوراګانو غږ وکړ چې د خپلې دیني او اسلامي وجیبې له مخې په دغه کمپاین کې په رضاکاره توګه فعاله ونډه واخلي تر څو د لغمان په یو کونج کې هم هغه واجد شرایط کوچنیان د واکسین له تطبیق څخه پاتې نشي.


د مطلب کود: 125211

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125211/لغمان-د-۱۶۰-زرو-ماشومانو-واکسینول-پيل-شول

آوا
  https://www.avapress.com