لغمان کې د کرکټ معیاري لوبغالي جوړیږي چې د رغولو چارو د پیل په موخه یې د افغانستان کرکټ بورډ له یوه ودانیز شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
لغمان کې معیاري کرکټ لوبغالي جوړیږي
خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 31 حمل 1395 ساعت 12:51
لغمان کې د کرکټ معیاري لوبغالي جوړیږي چې د رغولو چارو د پیل په موخه یې د افغانستان کرکټ بورډ له یوه ودانیز شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
لغمان کې د کرکټ معیاري لوبغالي جوړیږي چې د رغولو چارو د پیل په موخه یې د افغانستان کرکټ بورډ له یوه ودانیز شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
د کرکټ بورډ چارواکي د یاد لوبغالي جوړېدل د کرکټ ودې لپاره اغیزمن بولي او وایې چې اوس مهال هېواد کې کرکټ د پرمختګ په حال کې دی.
د لغمان کرکټ لوبغالی به د یاد ولایت مرکز کې د ۳۰ جریبه ځمکې کې د افغانستان کرکټ بورډ په لګښت ورغول شي او د رغولو چارې به یې ۸میاشتې وخت ونیسي.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د دغه لوبغالي د تړون په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل:" په هېواد کې د یو شمېر نورو ولایتونو سربېره دا دی اوس په لغمان کې هم د کرکټ یو معیاري لوبغالی رغول کیږي او ژر به هېواد کې د کرکټ سمبال جوړښت ولرو ."
د دغه لوبغالي د رغنیزو چارو مسوول شرکت رئیس، محمد شفیق وویل:"موږ به له کرکټ سره د خپلې مینې له مخې د لغمان ولایت پر لوبغالي د زړه له تله کار وکړو او یو معیاري لوبغالی به د کرکټ بورډ ادارې ته وسپارو."
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل چې کرکټ هېواد کې د ودې په حال کې دی. دغه وده به د هر لوبغاړي اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي او موږ به ډېر ژر تر ټولو ولایتونو د پرمختیایي چارو په موخه ولاړ شو.
د مطلب کود: 125209