کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برازیل د المپیا د لوبو پر مهال د «اسلامي دولت» د تروریستي بریدونو ویره لري

sputnik , 28 حمل 1395 ساعت 11:51


د برازیل امنیتي ځواکونه د المپیا د لوبو پر مهال چې په دوبي کې به په ریو دي جینیرو کې تر سره شي، د«اسلامي دولت» تروریستي ‌ډلې د بریدونو له کبله اندیښمن او په ویره کې دي.

ددې هیواد د تروریستي فعالیتونو پر ضد د ادارې مشر لویس البیرت سلابیري څرګنده کړه؛ چې د «اسلامي دولت» د ډلې لخوا د تروریستي بریدونو ګواښ حقیقي دي او په برازیل کې د «اسلامي دولت» تروریستي ډلې د ایډیالوژۍ يلویان ورځ تر بلې ډېریږي.

سلابیري وویل؛ چې اړونده چارواکي د امنیت د ټینګښت لپاره او د تروریستي بریدونو مخنیوی په موخه نورې اړینې چارې هم په پام کې لري او د همدي لپاره یې د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي ادارو سره اړیکې رغولې دي.

د«اسلامي دولت» تروریستي ډلې جګړه مارانو د نوامبر په میاشت کې ویلي وو، چې ددوي د بریدونو راتلونکې نښه به برازیل وي.

په دې هکله خبردارې د «اسلامي دولت» د تروریستي ډلې غړي فرانسوي وګړي چې ماکسیم اوشار نومیږي، خپره کړي ده.



د مطلب کود: 125038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125038/برازیل-د-المپیا-لوبو-پر-مهال-اسلامي-دولت-تروریستي-بریدونو-ویره-لري

آوا
  https://www.avapress.com