کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتو د نندارتون لپاره د اسرائیلو غوښتنه رد کړه

ایرنا , 16 حمل 1395 ساعت 11:35


ملګرو ملتو په نیویارک کښې د دغه سازمان په مرکز کښې د اسرائیلی نندارتون د جوړولو په هکله د صهیونیسټی رژیم له وړاندیز سره مخالفت وکړ.

ټاکل شوې وه چې نن دوشنبه په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په دفتر کښې اسرائیلی نندارتون جوړ شی او د اسرائیل په موضوع سره یولړ تصویرونه او پوسټرونه د عامه خلکو نندارې ته وړاندې شی خو ملګرو ملتو دغه وړاندیز ونه منه.

دې کار په ملګرو ملتو کښې د اسرائیلو د استازی دانی دانون قهر راوپاروه او ویې ویل چې د ملګرو ملتو دې کار د اسرائیلو شتون او موجودیت له خطر سره مخ کړی دی.

صهیونیسټی رژیم نیت درلود چې ددې نندارتون له لارې د انځورونو او پوسټرونو په ښودلو سره پخپل ګمان قدس د اسرائیلو پلازمینه معرفی کړی.

 


د مطلب کود: 124526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124526/ملګرو-ملتو-د-نندارتون-لپاره-اسرائیلو-غوښتنه-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com