کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سولې پاکستان افغان حکومت رېښتنولي جرمني سولې اړه ريښتنولی جرمني بهرنیو چارو تاجکستان چارواکو سختدریځو

ټآټوبی , 14 حمل 1395 ساعت 15:09

۳۲ کيلومتره اوږد ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو ارزښت اسيايي بانک ماليمرسته


 دا سړک چې ۳۲ کيلومتره اوږد دی د ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت  د اسيايي بانک په مالي مرسته د دوه کلونو په موده کې جوړيږي.

د دې سړک د جوړېدو چارې پرون د ټولګټو وزارت مرستيال احمدولي شيرزي لخوا د پټۍ په پرې کولو پيل شوې.

دټولګټو وزارت مرستيال وايي، د سړک جوړونې کار به پوره معیاري وي، د وزارت او ولایت مقام له خوا به يي پروخت څارنه کیږي.

هغه وويل، له دې پروژې سره په څنګ کې به اوه پلونه، دېرش پلچکان، یوه دیني مدرسه او روغتون هم جوړ شي.

د چانجير او ګرشک ترمنځ د سړک د جوړېدو چارې داسې مهال پيليږي چې لا هم هلمند ولسواليو ته غځېدلې لارې ويجاړې او يو شمېر د کم کيفيت د جوړېدو له امله بېرته تخريب شوي دي.



د مطلب کود: 124438

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124438/سولې-پاکستان-افغان-حکومت-رېښتنولي-جرمني-اړه-ريښتنولی-بهرنیو-چارو-تاجکستان-چارواکو-سختدریځو

آوا
  https://www.avapress.com