کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روزګان : 14 تنه وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

kandahar , 12 حمل 1395 ساعت 10:29


په کندهار کي د 205 اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي ويلي، چي منسوبينو يې په روزګان ولايت کي تر لسو ډېرو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه ليکي، دغه عمليات يې د روزګان په چارچينو ولسوالۍ کي ترسره کړي، چي په ترڅ کي يې (( شپږ )) وسله وال وژل سوي او (( اته )) نور ټپيآن سوي دي.
د خبرپاڼي په وينا، په يادو عملياتو کي د وسله والو مخالفينو څخه يو ميل دهشکه او (( يوولس )) کړۍ ماينونه هم ترلاسه سوي دي. 


د مطلب کود: 124358

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124358/روزګان-14-تنه-وسله-والو-مخالفينو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com